د اطلاعاتو او کلتور وزیر په ولسي غونډه کې ګډون وکړ
چهارشنبه (۶ ربيع الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خيرالله خيرخواه کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ياد ولایت د ارغستان ولسوالۍ مرکز په يوه ولسي غونډه کې په داسي حال کي ګډون وکړ، چي پر مهال يې د کندهار د هوايي ځواک قومندان الحاج ملا محمد عيسی ياسين، د کندهار ولایت د علماوو شورا غړي مولوي عبدالنافع، د ارغستان ولسوال مولوي سعد، د ټولنې د بېلابېلو قشرونو استازو، قومي مشرانو او مخورو شتون درلود.
ښاغلي خيرخواه د خپلې وينا پرمهال وویل: د ارغستان ولسوالۍ ولسونو هر وخت د اسلامي نظام د غښتلي کولو هڅې کړي دي او ياده سیمه د جهاد مهم مرکز پاتې شوې ده.
نوموړي زياته کړه؛ د علماوو، د امارت د مسؤلينو او قومي مشرانو دنده ده، چې بايد د اسلامي نظام مزاياوې او ګټې تر خلکو ورسوي، همداراز يې د يادې سېمې پر مسؤلينو او مشرانو غږ وکړ، چې لاسونه سره ورکړي، یووالی رامنځته کړي او د اسلامي امارت په هره فیصله باندې قناعت وکړي.
په غونډه کې د کندهار ولایت د هوایي ځواک قومندان، د علماوو شورا غړي، د سیمې یو شمېر مشرانو او شخصیتونو هم ویناوې وکړې، دوی هیله څرګنده کړه، چې د دې ډول غونډو په ترسره کولو سره به د ولسونو تر منځ ملي یووالي او پرمختګ ته لا ډېره وده ورکړل شي.
۲۰۲۴/۱۰/۹ میلادي
۱۴۰۳/۷/۱۸ ه ل
