چارواکي: هنرمندان دې د هنر له لارې مثبت پیغامونه خپاره کړي

farzad_moicgovaf
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۸:۴۹
چارواکي: هنرمندان دې د هنر له لارې مثبت پیغامونه خپاره کړي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین له هنر مندانو غواړي چې د خپلو هنرونو له لارې په ټولنه کې د سولې او یووالي پیغامونه خپاره کړي.
د باختر اژانس د سیمه ييز  خبریال د خبر له مخې، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد انور زاهد د هنر د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې د هنر هرې  برخې ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او لا هم دغه لړۍ دوام لري.
هغه هنرمندانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی یې وغوښتل چې د خپلو  هنرونو له لارې مثبت او د یووالي پیغامونه خپاره  کړي.
په همدې حال کې د متون ښاروالۍ د ښاري حکومتوالۍ امر محمد الله شېرزي وویل چې هنر د ټولنې په ټولو برخو کې شامل او اړتیا ورته لېدل کېږي او کله چې یو ښه مدیر د کارمندانو سره له مدیریتي هنر څخه کار واخلي نو په ډاډ سره وایم چې هغه مدیر به کامیاب او د خپل هنر په استعمال سره به یې په کم وخت کې زیات کار ترسره کړی وي.
په ورته وخت کې د هنرمندانو په استازیتوب د موسیقۍ د برخې مشر ګل رووف شوقي وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ او لارښوونه یې هڅې پیل کړې چې د سندرو او شعرونو له لارې د سولې، ورورګلوۍ او ثبات پیغامونه خپاره کړي.
د یادونې وړ ده چې په نمانځغونډه کې ځوانو شاعرانو د خپلو او  نورو شاعرانو د شعرونو اورولو سربېره، تمثیلي ټوټې او انځورګري هم نندارې ته وړاندې کړل.
متون / د تلې ۱۶ مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۲۰:۵۵
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد محمد حسین سرآهنګ ۳۹ تلین ونمانځه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن په ملي ګالري کې د موسیقۍ د سرتاج ارواښاد استاد محمد حسین سر آهنګ ۳۹ تلین ونمانځه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر په دې نمانځغونډه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د بنسټګر احمد شاه بابا د کور د ترمیم چارې پيل شوې

د ښار جوړولو وزارت په قندهار ښار کې د ستر امپراتور احمد شاه بابا د کور د ترمیم لومړنۍ چارې نن پيل کړې.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د ښار جوړولو وزارت د تاریخي آبدو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

هارون حکيمي: د هېواد د فرهنګي ميراثونو ساتنه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لومړيتوبونو څخه ده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي نن د جمهور رييس له سلاکار او په ولسي چارو کې د قندهار ولايت له مرستيال حاجي آغا لالى دستګيري سره په کتنه کې د قندهار د فرهنګي. . .

BACK TO NEWS