بدخشان کې کلتوري فعاليتونه تر پخوا بهتر شوي دي

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۵:۴
sfdb

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د حبیب یمګان پور د شعرونو ټولګې ( چهار سوی رسوایي) پرانستغونډې پرمهال د ياد ولایت فرهنګيانو وويل: دوی د فرهنګي فعاليتونو د بهتروالي او د دا ډول پروګرامونو د ډېرېدو شاهدان دي.
د کتاب ليکوال حبیب یمګان پور وویل: ددې کتاب له چاپ کولو يې موخه د ټولنې درد او رنځ د شعر او نظم په ژبه وړاندې کول دي.
د بدخشان فرهنګيان وايي: په بدخشان ولايت کې نسبت پخوا ته اوس د کلتوري فعاليتونو وضعيت بهتر شوی دی او دوی تل د کتاب لوستلو ته د ځوانانو د علاقې د ډيروالي، د ادبي غونډو او مشاعرو د جوړولو او د کتابونو د پرانست غونډو شاهدان دي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمر محمد عارف فاروقي وايي: د اطلاعاتو او کلتور رياست تل هڅه کړې، چې د فرهنګيانو غوښتنو ته د امکان تر حده رسيدګي وشي، نوموړي د کلتوري هڅو د پراختيا په تائيدولو سره وویل: دوی د وړيا ښوونيز مرکز د جوړولو، د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستنې  او لسګونه نورو ادبي او کلتوري غونډو جوړولو تر څنګ په بېلابېلو مناسبتونو مشاعرې جوړې کړي دي.

۱۴۴۶/۳/۲۶ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۸ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS