کامديش کې د امـارت پېژندنې سيالۍ غوره ګډونوال په ډاليو ونازول شول

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۰:۶
غعهخح

د نورستان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امریت له لوري په کامدیش ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې علمي سيالۍ ترسره شوې وه، چې د آزموینې پایلې يې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان او لس تنه غوره ګډونوال يې په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
یاده غونډه کې د نورستان د پوهنې رياست تدريسي مرستيال سيد رسول عابد، د ځوانانو چارو آمر، د پوهنې آمر، قومي مخورو، علمای کرامو، د ښوونځیو آمرینو، استادانو او ځوانانو ګډون درلود.
د‌غونډې ویناوالو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ځوانانو د علمي او فکـري وړتیا لوړولو په موخه دا ډول پروګرامونه اړین دي او هیله یې وکړه، تر څو په راتلونکي کې دې ته ورته نور پروګرامونه او سیالۍ هم ترسره شي.
د ځوانانو چارو آمر محمد شعيب مظلوم يار وویل: په ټول توان سره به د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړه: د ځوانانو تر منځ د مطالعې دود پياوړي کولو، سالم رقابت رامنځته کولو او د خپلو اسلافو له تاریخه د خبرولو په موخه دا ډول سيالۍ ترسره کوي.
د يادونې وړ ده، چې د يادې سيالۍ لومړي مقام ګټونکي ته کمپیوټر، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته مبايلونه او تر لسم مقام پورې غوره ګډونوالو ته بېلابېلې جايزې، او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۳/۱۹ ھـ ق
۱۴۰۳/۷/۱ ھــ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS