بغلان کې له ښوونيزو مرکزونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۳:۱۸
...

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت ځوانانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له ۸ ښوونيزو مرکزونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د یاد ولایت د ځوانانو چارو آمر قاري محمد عبدالرحمن وايي: یاد هوکړه ليکونه له ۵ خصوصي لیسو او درې ښوونیزو کورسونو سره لاسلیک شوي، چې ځوانان به د خپلو زده کړو د بشپړولو په موخه ورپېژندل کيږي، د دې تړونونو له مخې به هغه ځوانان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ وي او په خصوصي برخه کې د زده کړو د مخته وړلو مالي امکانات نه لري، په تخفیف سره ورپيژني، تر څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د موحد خصوصي ښوونځي مسؤل محمد انعام محمدي او د نوين خصوصي ښوونځي مسؤل ارشاد احمد نور وویل: دغې هوکړې ته ژمن دي او هغو ځوانانو ته به د زده کړو زمینه برابره کړي، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د بغلان اوسېدونکي د دې اقدام هرکلی کوي او هیله څرګندوي، چې د دې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به هغو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شي، چې په خصوصي تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو کې د زده کړو کولو هڅې کوي، خو له بېوزلۍ سره مخ دي.

۱۴۴۶/۳/۲ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۵ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند کې د روغتيايي علومو له انسټیټیوټ سره هوکړه ليک لاسليک شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د عمري روغتیایي علومو انسټیټیوټ تر منځ په تخفیف سره د زده کوونکو منلو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ياد هوکړه ليک د لاسليک کولو پرمهال د دواړو ادارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۰:۲۷
Background image

شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالیو کې د سیرت النبي ﷺ سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پروان ولايت په شيخ علي او سرخ پارسا ولسواليو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست او تنوير فکري او فرهنګي ادارې لخوا د بېلابېلو ښوونځيو او مدارسو له شاوخوا زر تنو زده کوونکو څخه د سيرت النبي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۰:۲۲
Background image

د يونسکو پلاوي د عامه کتابتونونو له رياست څخه ليدنه وکړه

د يونسکو مؤسسې د بېلابېلو څانګو پلاوي د عامه کتابتونونو له رياست څخه ليدنه  وکړه.
د عامه کتابتونونو رئيس حافظ نعمت الله منتظر راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د تېرو ليدنو د مطرح شويو. . .

BACK TO NEWS