شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالیو کې د سیرت النبي ﷺ سیالۍ پایلې اعلان شوې

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۰:۲۷
dfg

د پروان ولايت په شيخ علي او سرخ پارسا ولسواليو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست او تنوير فکري او فرهنګي ادارې لخوا د بېلابېلو ښوونځيو او مدارسو له شاوخوا زر تنو زده کوونکو څخه د سيرت النبي ﷺ برخه کې د اخستل شوې ازموينې پايلې اعلان او غوره ګډونوال په ډاليو ورکولو سره ونازول شول.
د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي، په خپلو خبرو کې ځوانانو ته وویل: په دنیا او آخرت کې زموږ کامیابي د سیرت النبي ﷺ تابع داري او د هغه ﷺ سیرت او صورت باندې عمل کولو کې ده.
نوموړي د خپلو خبرو پرمهال وویل: څنګه چې اسلامي امارت ستاسو په څېر ځوانانو د قربانیو په پایله کې بریا ته ورسید او دښمن ته یې ماتې ورکړه، اوس تاسو ځوانانو ته پکار ده، چې په فکري جګړه کې د مغرضو کړیو ښکار نه شئ.
د يادونې وړ ده، چې د سيالۍ د پايلو د اعلان پرمهال د دواړو ولسواليو ۱۵ تنه غوره ګډون کوونکي د ډاليو په ورکولو سره ونازول شول.

۱۴۴۶/۷/۲۰ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۸:۵۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له استازو سره وکتل

نن یکشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه  په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په پیل کې د بهر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل لرغوني بالاحصار له روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۲
Background image

د زرنج ښار له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د یو شمېر خصوصي ښوونېزو مرکزونو له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل.
ښاغلي الهام د یادو هوکړه. . .

BACK TO NEWS