هلمند کې د روغتيايي علومو له انسټیټیوټ سره هوکړه ليک لاسليک شو
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د عمري روغتیایي علومو انسټیټیوټ تر منځ په تخفیف سره د زده کوونکو منلو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ياد هوکړه ليک د لاسليک کولو پرمهال د دواړو ادارو مسؤلينو پر دايمي همکاريو او ټولنې ته په خدمت کولو ټيڼګار وکړ.
د دې هوکړه ليک له مخې به یاد د روغتیایي علومو انسټیټیوټ هغه زده کوونکي چې د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امریت له لوري ورپېژندل کېږي، د ترانسپورټ سره په ٢٠ سلنه تخفیف او بغیر له ترانسپورټ په ۳۰ سلنه تخفیف د نرسنګ، فارمیسي، د غاښو پروتیز، طبي لابراتوار، انستیزي، رواني روغتیا، فزیوتراپي او طبي تغذیه څانګو کي مني.
۱۴۴۶/۷/۲۰ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲ ل