د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين افغانستان لپاره د (PTS) نړیوال ښوونيز سازمان له مسؤل سره وکتل

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۳:۸
..

پنجشنبه ( ۲ د ربیع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د (PTS) نړیوال ښوونيز سازمان له مسؤل کلاوز بار سره د وزارت مقام د کارکوونکو د مهارت او ظرفیت لوړونې په موخه وکتل.
د (PTS) نړیوال ښوونيز سازمان مسؤل ښاغلي بار د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين ته د ياد ښوونيز سازمان د فعاليتونو په اړه وویل: (PINNACLE TEACHING SOLUTION)  يو نړيوال تعليمي سازمان دی، چې د نړۍ په اوولس هيوادونو کې د دولتي ادارو او شرکتونو د کارکوونکو د مهارتونو او ظرفیت لوړولو برخه کې فعاليت کوي، غواړي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو ته هم د ګرځندوی، هوټلدارۍ او سیلانيانو لپاره د مناسبو خدماتو وړاندې کولو برخه کې د دريو اونيو لپاره د انګليسي ژبې د مهارتونو لوړولو ښوونيز پروګرام ترسره کړي.
نوموړي زياته کړه؛ د (PTS) نړیوال ښوونيز سازمان غواړي چې د خپلو غوره خدماتو په وړاندې کولو سره افغانستان کې د ګرځندوی صنعت ته وده ورکړي، دا مهال افغانستان ته د سيلانيانو پام راوښتی دی، موږ غواړو چې دلته په ډله ئيز ډول سره سیلانيان راشي او د افغانستان له طبيعي ښکلاو خوند واخلي.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال د (PTS) نړیوال ښوونيز سازمان له پروګرامونو هر کلی وکړ او ويې ويل: دا پروګرام به د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو ته ډیر ګټور تمام شي، اوس مهال افغانستان کې سیاحت ته ښه زمينه برابره ده، افغانان مينه ناک اومیلمه پاله خلک دي، چې له سيلانيانو سره نیک چلند کوي.

۱۴۰۳/۶/۱۵ هـ ل
۲۰۲۴/۹/۵ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS