د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين د ( TLO) موسسې له مسؤلينو سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ( TLO) موسسې له مسؤلينو سره د دوی د فعاليتونو او پراختيايي پروژو په اړه وکتل.
د ليدنې په ترڅ کې د ( TLO) موسسې مسؤلينو د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين سره په افغانستان کې د يادې موسسې د فعاليتونو په اړه مفصل معلومات شريک کړل.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال په افغانستان کې د ( TLO) موسسې کړنې وستايلې او افغانستان کې يې د پراختيايي پروژو او د ګرځندوی برخې په ودې ټينګار وکړ، نوموړي زياته کړه؛ افغانستان د ګرځندوی په برخه کې دولت او ملت دواړو ته د عوايدو ښې سرچينې لري، چې په دوامداره هڅو سره کولای شو ورڅخه عوايد ترلاسه کړو.
ناسته کې دواړو لوريو په دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ.
۱۴۴۶/۲/۳۰ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۳ هـ ل