محمد طاهر زهير د کابل بالا حصار پر ډېر ژر بيارغاونې ټينګار وکړ

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۹:۴۳

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند او سرپرست وزير محمد طاهر زهير نن د آغا خان بنسټ له رييس سره په کتنه کې، د کابل بالا حصار د بيارغاونې په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د کابل بالا حصار د بيارغاونې او ترميم  په اړه خبرې وشوې او ټينګار وشو چې په همدې موخه په نږدې راتلونکي کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د آغاخان فرهنګي بنسټ ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کابل بالا حصار پر ډېر ژر بيارغاونې ټينګار وکړ او ويې وويل چې دغه تاريخي "بنا"١٨٠٠ کاله لرغونتيا لري او د افغانستان د تاريخ او فرهنګ لپاره ډېره مهمه ده.
هغه زياته کړه: د کابل بالا حصار تر ١٨٩٠ کال مخکې، د بابرشاه او د افغانستان د شاهانو د سلطنت مرکز و او د سلطنت د مرکز په توګه ترې استفاده کېده.
دغه راز په دې کتنه کې د آغاخان فرهنګي بنسټ رييس اجمل ميوندي د اماکنو او تاريخي آبداتو د ترميم او بيارغاونې په برخه کې د دغه بنسټ د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې د کابل بالاحصار د بيارغاوني د پروژې کار به تر نږدې لسو کلونو پورې وخت ونيسي.
هغه د چمتووالي په ښودلو سره وويل چې په نږدې راتلونکي کې به په همدې موخه د آغاخان بنسټ، له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د همکارۍ يو هوکړه ليک لاسليک کړي.
کابل / د تلې ۳ مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS