ننګرهار کې د طبي علومو له انسټيټيوټ سره تړون لاسليک شو

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئيس قاري احسان الله ساجد په حضور کې د ځوانانو چارو آمر قاري محمد اصف زهير او د سيد جمال الدين افغان طبي علومو انسټيټيوټ د محصلانو چارو مدير ولي جان شېرزاد له لوري ۵۰ تنو ځوانانو ته د تحصيلي دورې تر پايه د ۵۰ سلنې تخفيف د ورکړې تړون لاسليک شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاري احسان الله ساجد د ټولو پوهنتونونو، لوړو زده کړو مؤسساتو او انسټيټيټونو له مسؤلينو غوښتنه وکړه، چې د ځوانانو په روزنه کې په خپله برخه کې همکارۍ ونه سپموي.
د ځوانانو چارو آمر قاري محمد اصف زھير د ياد انسټيټيوټ له مشرتابه مننه وکړه، چې پخوا يې هم له دوی سره دې ته ورته تړون لاسليک کړی و، د اوسني تړون له مخې به دوی ۵ تنه راستانه شوي بېوزله ځوانانو ته وړيا او ۵۰ تنه نورو ځوانانو ته د تحصيلي دورې تر پايه ۵۰ سلنه تخفيف ورکوي.
۱۴۴۶/۲/۲ ھ ق
۱۴۰۳/۵/۱۶ ھ ل