پکتیا زون کې د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

نن یکشنه ( ٢٩ د محرم الحرام ١٤٤٦ ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست تر چتر لاندې د ختیځ زون له ویاندویانو سره د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه کې د خپرونو چارو معینت کفیل ښاغلي ضیاء الحق حقمل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت حقوقي سلاکار قاري سعید خوستي، اطلاعاتو ته د لاسرسي رئیس مولوي رحمت الله نړیوال، د پکتیا مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین، د یاد زون د دیني تخصصاتو جامعې رئیس، امنیه قوماندان او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار غونډې ته د ښه راغلاست وینا وکړه او دا ګام یې د ویاندویانو لپاره ګټور یاد کړ، همدا ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي رئیس مولوي رحمت الله نړیوال خبرې وکړې، د غونډې په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل، نوموړي ویاندویانو ته د ښه چلند او د رسنیزې پیاوړتیا سپارښتنې وکړې.
ورپسې د خپرونو چارو معینیت کفیل ضیاء الحق حقمل خبرې وکړې او د رسنیزو چارو د ښه مخته وړلو او د خپلو ادارو د لاسته راوړنو پر منظم نشر يې ټینګار وکړ، همدا راز يې ویاندویانو ته د اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم د نشراتو په برخه کې سپارښتنې وکړې.
د وزارت حقوقي سلاکار قاري سعید خوستي خبرې وویل: د اسلامي امارت ډېره درنه پالیسي ده، له پیل څخه بیا تر اوسه هیڅ اعلامیه کې داسې کلیمه نه ده کارول شوې چې هغه دې له ادبیاتو سره په ټکر کې وي، نوموړي همدا راز ټینګار وکړ، چې له داسې نقد تېر شئ کوم چې حساسیتونه راپاروي.
همدا ډول د پکتیا مرستیال والي، امنیه قوماندان او د زون د تخصصاتو رئیس ویاندویانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.
١٤٠٣/٥/١٤ ه ل
٢٠٢٤/٨/٤ ميلادي