غور کې له لسګونو ځوانانو د کمپيوټر ازموينه واخيستل شوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۶:۱۸
1qq1q

چهارشنبه (۱۸ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت د ښوونيز مرکز له لسګونو تنو زده کوونکو د کمپيوټر زده کړو ازموينه واخيسته.
د امتحان ااخستنې پرمهال د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالحی زعيم او د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالصبور فکور هم شتون درلود.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس په ټولنه کې د ځوانانو په اهميت خبرې وکړې او له دوی يې وغوښتل چې هره برخه چې د زده کړو لپاره انتخابوي، پکښې له پوره هڅې او زيار څخه کار واخلي.
د يادونې وړ ده، چې د ځوانانو چارو آمريت له لوري يوه مياشت مخکې د ځوانانو لپاره د کمپيوټر زده کړو يو مياشتنی صنف شروع شوی و، چې نن ترې تر فراغت وروسته ازموينه واخيستل شوه.

۱۴۰۳/۵/۳ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۴ میلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۵:۵۴
Background image

هرات کې د لويديځ زون د دولتي ادارو له وياندويانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

دوشنبه ( ۱۳ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په هرات ولايت کې د لويديځ زون د دولتي ادارو له وياندويانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۳:۱۲
Background image

د فارياب په قیصار او چلګزي کې د امارت پېژندنې سيالۍ پايلې اعلان شوې

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په قیصار او چلګزي ولسواليو کې د پوهنې رياست سره په همغږۍ د امارت پېژندنې علمي سيالي ترسره شوې وه، چې پايلې يې د يوې غونډې په ترڅ کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۲:۴۸
Background image

د شعر او ترنم د روان بهير د ارزولو په اړه د ليکوالانو او شاعرانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د ترنم او ترانو رياست په نوښت په بابر بڼ کې له ليکوالانو او شاعرانو سره د شعر او ترنم د روان بهير د ارزولو او پرمختيا په اړه د. . .

BACK TO NEWS