هرات کې د لويديځ زون د دولتي ادارو له وياندويانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
دوشنبه ( ۱۳ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په هرات ولايت کې د لويديځ زون د دولتي ادارو له وياندويانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين او د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي، د باختر آژانس رئيس او د خپرونو چارو معينيت کفیل مولوي ضیاء الحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي رئيس مولوي رحمت الله نړيوال او د لويديځ زون د دولتي ادارو وياندويانو او د مطبوعاتو مسؤلينو ګډون کړی وو.
په پيل کې د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د مطبوعاتو اړوند نظريات شريک کړل.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات مرستیال والي مولوي حیات الله مهاجر فراهي په خپله وينا کې وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو ملاتړ کوي، د ټولو حکومتي ادارو ویندویان مکلف دي، چې رسنیو ته پر وخت او دقیق معلومات ورکړي، رسنۍ د ټولنې او حکومت ترمنځ مهم لور لوبوي، رسنۍ دي چې د ولس اړتیاوې تر حکومت او مسؤلینو رسوي، که د سیمي هیوادونه وګورئ رسنۍ هیڅ ازادي نه لري، د افغانستان رسنۍ په ډیر ښه وضعیت کې قرار لري، باید دا درک ولرو، چې د خپل دین، هیواد او ولس په وړاندې مسؤلین یو، هغه څه باید نشر نه کړو، چې زموږ د دین او هیواد سره په ټکر کې وي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت الله نړيوال اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه تفصيلي معلومات شريک کړل او ويې ويل: اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست هڅه کوي، چې ټول هيواد کې د رسنيو، خبريالانو او د دولتي ادارو د وياندويانو ترمنځ همغږي رامنځته او اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه کړي.
همدا راز د لوديځ زون د دولتي ادارو ویندویانو او مطبوعاتي مسؤلينو خپلې پوښتنې، مشورې، غوښتنې او نظريات له مسؤلينو شریک کړل.
چې د باختر آژانس رئيس او د خپرونو چارو معينيت کفيل مولوي ضياء الحق حقمل له لوري يې پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او د غوښتونو د پوره کولو ډاډ يې ورکړ، نوموړي وويل: پر خپلو وړتیاوو کار وکړئ، کمپیوټر، نړیوالې ژبې او درسونه ووایاست، څو پوهه مو لا زیاته شي، له رسنيو سره ښه اخلاق او ښه رابطه جوړه کړئ.
نوموړي زياته کړه؛ مطبوعاتي مسؤلین باید خپل کار ته جدي متوجه شي، وياندويان او مطبوعاتي مسؤلین مکلف دي، چې د نظام سمه نماينده ګي وکړي، که سمه نمائندګي ونه کړئ، ټولې ادارې مو کم رنګه کیږي، په داسې حال کې چې هلته به ښه خدمت روان وي.
د يادونې وړ ده، چې د ناستې دوهمه برخه کې تر غرمې وروسته د دولتي ادارو وياندويانو او مطبوعاتي مسؤلينو ته د پوهنتون د استادانو له لوري تربيتي او ښوونيز سمينار ترسره شو.
۱۴۰۳/۶/۲۶ هـ ل
۲۰۲۴/۹/۱۶ میلادي
