د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ښوونیزو مرکزونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
پنجشنبه ( ۶ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د بغلان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت، ځوانانو ته د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه له ۱۰ ښوونیزو مرکزونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د ځوانانو چارو آمر قاري محمد عبدالرحمن وايي؛ دا تړون د کابل ټک د روغتیايي علومو انیسټیټوټ، د سبزمنش خصوصي لیسې، د اصلاح خصوصي لیسې، د امام قبلتین ښوونځي، ویلکم ښوونیز مرکز، حسنات مدرسې، اکسفورد، افق شمال، تمدن او شریفي زده کړنځيو سره لاسلیک شول، چې ځوانان به دې مرکزونو ته د زده کړو د دوام په موخه ور پېژني.
د دې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به هغو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شي چې په خصوصي زده کړه اېیزو بنسټونو کې د زده کړو کولو هڅې کوي، خو له بې وزلۍ سره مخ دي.
۱۴۰۳/۳/۲۴ ھ ش
۲۰۲۴/۶/۱۳ ميلادي
