د نشراتو معين سمنګان ولايت ته سفر وکړ

wares_admin
جمعه ۱۴۰۳/۳/۱۱ - ۱۸:۵۶
…

 

پنج‌شنبه (۲۱ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معين مولوي حيات الله مهاجر فراهي سمنګان ولايت ته د سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له رئیس مولوي فيروز الدين منيب سره وکتل.

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فيروز الدين منيب ښاغلي فراهي ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل: سمنګان ولايت يو له لرغونو ولایتونو څخه دی، چې بيلابيل کلتورونه لري او سلګونه تاريخي او لرغونې آبدې لري.

همدارنګه ښاغلي منيب په سمنګان ولايت کې د دولتي او خصوصي رسنيو په لاسته راوړنو خبرې وکړې او د رسنيو د ستونزو په اړه يې معلومات شريک کړل.

د نشراتو معين مولوي حيات الله مهاجر فراهي د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او رسنيو پر مطبوعاتي فعالیتونو خبرې وکړې او د هر اړخيزې همکارئ ډاډ يې ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې ښاغلي فراهي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له ټولو شعبو او عامه کتابتون څخه هم ليدنه وکړه او خپل څو ټوکه کتابونه يې هم د مطالعې د مينوالو د تشويق په موخه کتابتون ته ورکړل.

۱۴۰۳/۳/۱۰ ھ ل
۲۰۲۴/۵/۳۰ ميلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

ګردیز کې د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ او همکارۍ چې په مرکز ګردیز ښار کې د خصوصي ښوونځیو د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

سرپل کې د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د سرپل ولایت اړوند د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې، چې ۷۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د سرپل د اطلاعاتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

فاریاب کې (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست له لوري، د یو شمېر سیمه‌ ییزو ادارو د مسؤولینو په شتون کې ۲۵۰ تنو ځوانانو ته (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو. . .

BACK TO NEWS