محمد طاهر زهیر د هرات د پنځم څلي پر ترمیم ټينګار وکړ

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۶ - ۹:۳۶
محمد طاهر زهیر د هرات د پنځم څلي پر ترمیم ټينګار وکړ


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر وویل: د هرات د پنځم څلي ترمیمول زموږ په لومړيتوب کې دي، باید دغه تاریخي څلى مرمت او ټينګ شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست هرات ته د خپل سفر د پروګرام په دوام پرون د هرات د تاریخي او فرهنګي اماکنو د کتنې په وخت کې دغه تکي بیان کړ.
زهیر د اړوندو ادارو مسوولینو ته لارښونه کړه چې ژر تر ژره اقدام وشي او د هرات د پنځم څلي د لوېدو مخه ونیول شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز وویل چې د سروې یو تخنکي ټیم دې هرات ته سفر وکړي او بېړني احتیاطې تدابیر ترلاس لاندې ونیول شي.
زهیر دغه راز د هرات د تا ریخي او مذهبي ساحو د ترمیماتي او مرمت کارۍ پروژې وڅارلې.
هغه په پروژو کې د کیفیت د ښه والي لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزیر د جهاد منظره هم وکتله او د خواجه عبدالله انصاري، ملکه ګوهر شاد بیګم، امام فخرالدین رازي، مولانا واعظ کاشفي او مولانا عبدالرحمن جامي مزار ته لاړ او د هغوی روح ته یې دعا وکړه. کابل / د زمري ۲۵مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS