د فوټسال مسؤل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره وکتل
چهار شنبه( ۱۳د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس حافظ عبدالباري راشد د فوټسال کمېټې له مسؤل صدیق الله صدیقي سره په خپل کارې دفتر کي وکتل.
د فوټسال کمېټې مسؤل ښاغلي صدیقي د ښاغلي راشد سره د راتلونکو فوټسال سياليو په اړه ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او د هلمندي ځوانانو لپاره يې د فوټسال په برخه کې د ورزش د زمينې برابرولو غوښتنه وکړه، تر څو ځوانان ورزش او تفریح ته و هڅول شي.
ښاغلي راشد د فوټسال کميټې مسؤل ته ډاډ ورکړ، چې د ځوانانو لپاره به د فوټسال او په ځانګړې توګه په نوموړې سيالۍ کې هر اړخیزه همکاري کوي .
د یادوني وړده، چې یاده سيالي به د فولاد جام تر عنوان لاندې د فولاد شرکت په مالي لګښت تر سره شي.
۱۴۰۳/۳/۲ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۲۲ میلادي
