سلام پوهنتون کې ۲ مياشتنی ښوونيز کورس پای ته ورسېدی

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۲۲:۴۷
…

چهارشنبه ( ۱۳ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ۲۶ تنو کارکوونکو ته د سلام پوهنتون له لوري د کمپيوټر زده کړو، مديريت او رهبرۍ دوه مياشتنی کورس نن پای ته ورسېدی او فارغينو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معين مولوي سعدالدين  سعيد، د مقام د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان، د بشري سرچينو رئيس مولوي نقيب الله نعمان، د سلام پوهنتون رئيس دوکتور مصباح الله عبدالباقي او د ياد کورس ګډونوالو برخه لرله.

د مراسمو په پيل کې د سلام پوهنتون رئيس خپله ارزښتمنه وينا ګډونوالو ته واروله او ويې ويل: سلام پوهنتون د اسلامي امارت کارکوونکو ته په مسلسل ډول ورته ښوونيز کورسونه جوړ کړي، چې دا ځل هم د دولتي ادارو کارکوونکي د کمپيوټر زده کړو، مديريت او رهبرۍ په برخه کې له دوه مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ شول.

همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او د ګرځندوی معين مولوي سعدالدين سعيد د ياد ښوونيز کورس د جوړولو له امله د سلام پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه او دا ډول کورسونه يې د دولتي مامورينو د ظرفيت لوړولو په برخه کې اغيزمن ګام یاد کړ.

ښاغلي سعيد وويل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، څوک په دولت کې، څوک په ښوونيز ډګر کې او څوک د سوداګرۍ په برخه کې په خدمت بوخت دي، د نظام د بقا او برياليتوب لپاره بايد ټول سره اوږه په اوږه ودريږو او په ګډه سره خپل کارونه مخته يوسو.

د مراسمو په پای کې د مولوي سعدالدين سعيد، دوکتور مصباح الله عبدالباقي، مولوي احسان الله حسان او د مولوي نقيب الله نعمان له لوري د ښوونيز کورس فارغينو ته د فراغت سندونه وويشل شول.

ياد مراسم د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

۱۴۰۳/۳/۲ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۲۲ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS