زابل کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
دوشنبه ( ۱۱ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، د رسنیو له مسؤلينو او د امارتي ادارو له وياندويانو سره د همغږۍ غونډه ددې رياست د رٸيس مولوي رحمت الله حماد په مشري ترسره شوه، چې پر مهال يې د ولايت مقام وياند مولوي صديق الله وثيق، د امارتي ادارو وياندويانو، د رسنيو استازو او خبريالانو حضور درلود.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي رحمت الله حماد خصوصي او دولتي رسنۍ، خبریالان او وياندويان د ملت او نظام ترمنځ د ښو اړیکو جوړونکي یاد کړل، هغه وویل: بايد ټولې رسنۍ د امارتي ادارو کړنې تر خلکو ورسوي، تر څو خلک د نظام له کړنو خبر شي، ترڅنګ دې يې د امير المومنين فرمانونه، حکمونه او هدايات منعکس کړي.
د رسنيو استازو او خبريالانو په خپل وار خبرې وکړې، دوی د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له همغږۍ او همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه؛ د رسنيو له مهمو دندو څخه د واقعيتونو انعکاس او د خلکو غږ تر دولت پورې رسول دي او موږ په دې برخه کې د دولت ترڅنګ ولاړ یو.
١٤٠٣/٢/٣١هــ ش
۲۰۲۴/۵/۲۰ میلادي
