د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د يوناما له رئيس سره وکتل

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۸:۳۲
…

سه‌شنبه (۶ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي فیروزالدين منيب په خپل کاري دفتر کې د يوناما د ساحوي دفتر له رئيس روبین کلپين سره وکتل.

مولوي فیروزالدين منيب د يوناما رئيس ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: سمنګان ولايت يو له لرغونو ولايتونو څخه دی چې هره ورځ لسګونه تنه کورني او بهرني سیلانيان يواځې د رستم تخت له ډبرينې سټوپې څخه ليدنه کوي.

ښاغلي منيب د خپلو خبرو په ترڅ کې رسنۍ د ملت د سترګو او غوږونو په حیث وبللې او زياته يې کړه؛ په سمنګان ولايت کې رسنۍ په له هر ډول محدوديت پرته فعاليت کوي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له رسنيو څخه په کلکه ملاتړ کوي.


د يوناما د ساحوي دفتر رئيس روبين کلپين د يادې ناستې موخه د دولتي ادارو او مرستندويه موسساتو ترمنځ همغږي او د اړيکو جوړول ياد کړل، د نوموړي په وينا؛ مرستندويه موسسات هڅه کوي، تر څو د افغانستان له دولت سره ښې کاري اړيکې ولري.

۱۴۰۳/۲/۲۵ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۱۴ میلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۹:۳۴
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر نوی معین معرفي او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر بنسټ، د کندهار پوهنتون پخوانی رئیس شیخ عبدالرحمن طیبي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین په توګه ټاکل شوی، چې د یوې رسمي غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۴
Background image

کاپیسا کې د حصه اول کوهستان ولسوالۍ نوښتګر ځوانان وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د حصه اول کوهستان ولسوالۍ ځوانان چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي وو، وستایل شول.
د کاپیسا د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: د خوښی ځای دی، چې په هلمند کې ټولې رسنۍ خپل. . .

BACK TO NEWS