د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له استازي سره وکتل
دوشنبه ( ۵ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نصر الله ملکزاده په پنجشیر کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له استازي محمد هارون عنابي سره وکتل.
د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولانا نصرالله ملکزاده ددې ناستې موخه د رسنيو عمومي وضعيت، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو خونديتوب او د رسنيو د بنسټونو ملاتړ وباله.
ښاغلي ملکزاده زياته کړه؛ خبريالان او د رسنيو مسؤلين تر اوسه له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي او له رسنيو او خبريالانو سره يې د دولتي ادارو د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د خبريالانو د خونديتوب د کميټې استازي محمد هارون عنابي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له همکاريو څخه خوښي څرګنده کړه او له رسنيزو بنسټونو او خبريالانو څخه يې ملاتړ مھم وباله.
۲۰۲۴/۵/۱۳ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۲۴ ھ ش
