جوزجان کې له محلي رسنيو څخه څارنه ترسره شوه
سهشنبه (۶ ذوالقعده ۱۴۴۵) د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر بریالي احمدي او د ملي راډيو تلويزيون آمر قاري سیف الله انس د ياد ولايت له محلي رسنيو څخه څارنه وکړه.
د اطلاعاتو آمر بريالي احمدي وويل: د محلي رسنيو له فعاليتونو څخه نظارت ترسره او د رسنيو مسؤلينو ته يو لړ سپارښتنې وشوې، د نوموړي په وينا؛ په جوزجان ولايت کې د ټولو رسنيو رسنيز فعاليتونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له طرزالعمل سره سم روان دي.
د يادونې وړ ده چې د ا.ا.ا. له حاکميت څخه تر دې مهاله په جوزجان ولايت کې هيڅ کومې رسنۍ ته ستونزه نه ده جوړه شوې.
۱۴۰۳/۲/۲۵ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۱۴ میلادي
