له خبريالانو او د رسنيو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه
یکشنبه ( ۴ ذو القعده ۱۴۴۵ ) د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې د خبریالانو او د رسنیو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي شمس الدين محمدي په دغه ولايت کې د خصوصي او دولتي خبريالانو ترمنځ د همغږۍ غونډه کې اطلاعاتو ته د پر وخت شريکولو، خبریالان د ملت او دولت ترمنځ د ښو اړیکو جوړونکي یاد کړه، هغه له خبريالانو او د رسنيو له مسؤلينو څخه وغوښتل چې حقائق انعکاس کړي او تل د اطلاعاتو د سپېڅلي مسلک د ودې لپاره هلي ځلي وکړي.
ښاغلي محمدي زیاته کړه: د اسلامي امارت د واقعیتونو او پرمختګونو په انعکاس کې رسنۍ مهم رول لوبوي.
خبريالانو په خپل نوبت خبرې وکړې هغوئ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له همغږۍ او همکارۍ خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه: د رسنيو له مهمو دندو څخه د اسلامي امارت د واقعيتونو، د دندو انعکاس او د خلکو غږ تر دولت پورې رسول دي او موږ په دې برخه کې د حکومت ترڅنګ ولاړ یو.
۲۰۲۴/۵/۱۲ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۲۳ ھ ش
