د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ تړونونه لاسليک کړل
د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت د دغه ولايت له ۱۵ ښوونيزو کورسونو او د امام محمد شیباني په نوم یو خصوصي پوهنتون سره د همکارۍ تړونونه لاسليک کړل.
د تړونونو لاسليکولو موخه هغو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابرول دي، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ وي.
همداراز د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مطیعالله روحاني د ځوانانو چارو د آمر په ملتيا د تخنيکي او مسلکي زده کړو له څيړنيز فارم څخه ليدنه وکړه، تر څنګ يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمريت په ودانۍ کې د فريلانسنګ ( آنلاین کاروبار ) لپاره ټاکل شوې ودانۍ هم له نږدې څخه وليدله.
د یادونې وړ ده، چې په دې ودانۍ کې به د کندوز او شمال ختیځ زون په کچه ۲۴ تنه زدکونکي د درې میاشتو لپاره د فریلانسېنګ زدکړې وکړي.
۱۴۴۵/۱۰/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۲/۱۱ هـ ل
