زابل کې له سیمه ئیزو راډیو ګانو څخه نظارت ترسره شو
د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو د آمر مولوي عبدالحنان جابر له لوري په کلات ښار کې له سیمه ئیزو راډیو ګانو څخه نظارت ترسره شو.
ښاغلي جابر د راډیو ګانو مسؤلینو ته ځينې سپارښتنې وکړې او له راډیو ګانو څخه يې د روژې مبارکې میاشتې په شپو او ورځو کې د هغوی د خپرونو، محلي خبرونو او نشراتو مهال وېش څارنه هم وکړه.
نوموړي د راډیو ګانو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې په دې مبارکو شپو او ورځو کې دې د ټولنې د اصلاح او سمون په موخه بیلابیل پروګرامونه جوړ کړي او ټول کار کونکي باید د معلوم طرزالعمل له مخې کار وکړي.
۱۴۴۵/۹/۲۳ ھ ق
۱۴۰۳/۱/۱۴ ھ ش
