سمنګان کې ( د سيرت ستوري ) په نامه سيالۍ ترسره شوه

rahim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۳:۳۷
Samangan province

دوشنبه (۲۲ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د اکټېډ موسسې په همغږۍ ( د سيرت ستوري) په نامه سيالۍ د همدې موسسې د تجارت د مهارتونو او ودې ښوونيز مرکز د زده کوونکو ترمنځ ترسره شوه.

د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر مخدوم صبغت الله زرقاوي وويل: د اسلامي او قراني پروګرامونو ترسره کول له فضيلت خالي نه وي، ځوانان باید د قرانکريم او سيرت النبي ﷺ مطالعه وکړي، هر مسلمان شخص ته لازمه ده چې د رسول الله ﷺ سيرت سره بلد اوسي.

د اکټېډ موسسې مسؤل ضیاالرحمن شرقي زاده د يادې سيالۍ موخه د رسول الله ﷺ له سيرت سره د ځوانانو بلدتيا ياده کړه، د نوموړي په وينا؛ ځوانانو ته باید حضرت محمد ﷺ الګو وي.

ښاغلي شرقي زاده زياته کړه؛ دې سيالۍ کې د اکټېډ موسسې د تجارت د مهارتونو او ودې ښوونيز مرکز۱۳۰ تنو زده کوونکو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۷/۲۷ - ۴:۴۹
Background image

په واټونو، څلور لارو او مقدسو ځایونو هغه نومونه ايښودل کېږي، چې دیني او ملي ارزښت ولري 

د هېواد د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر اوکلتور د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې. . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۲۷ - ۴:۴۴
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئیس له دوو خصوصي راډیوګانو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم او د اطلاعاتو آمر حمیدالله صدیقي د ملي پیوند او عینک خصوصي راډیوګانو څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۸:۱۴
Background image

د افغانستان شمالي ولایتونو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د سفر او ویناوو کتاب چاپ شو

په ياد کتاب کې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د سفر ټکي په ټکي ویناوې، له امارتي مسئولینو، علماءکرامو او عامو خلکو سره لیدنې او له تاریخي او علمي مرکزونو څخه د کتنې ټولې ويناوې او. . .

BACK TO NEWS