غزني کې د ( ځوانانو فکري او معنوي وده ) تر نامه لاندې علمي سيمينار پيل شو

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۱:۱۸
…

دوشنبه (۱۵ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ياد رياست په ښوونيز مرکز کې د ( ځوانانو فکري او معنوي وده ) تر نامه لاندې لس ورځنی علمي سيمينار پيل شو، چې پکې د مسؤلينو ترڅنګ محصلينو، زده کوونکو او د مدرسو طالب العلمانو ګډون کړی وو.

د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار وويل: د ياد علمي سيمينار څخه يې موخه د عصري او اسلامي علومو په اړه د ځوانانو فکري وده ده، سيمينار کې به د واده کولو، کلتور او ادبياتو، ظاهري او باطني سياست، فکري مبارزې، د مطالعې د ارزښت او د عصري علومو په اړه د پوهنتون د استادانو، علماوو او د کورسونو د استادانو له لوري معلومات وړاندې شي. 

ورپسې د غزني د تحصيلي بنسټونو استادانو هر يو دوکتور سيد لياقت علي او پوهنمل استاد مصطفی صفا د سيمينار په اړه خپل نظريات شريک کړل او د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسؤلينو يې د سيمينار او ورته نورو پروګرامونو د ترسره کولو له امله مننه وکړه.

د يادونې وړ ده چې د سيمينار په پای کې به ګډونکوو ته تصديق پاڼې هم ورکړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS