د هېواد د مشهور فرهنګي شخصیت حیدري وجودي پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ پیغام!

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۲ - ۱۰:۴
د هېواد د مشهور فرهنګي شخصیت حیدري وجودي پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ پیغام!

په ډېرې خواشینۍ  مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد مشهور فرهنګي شخصیت حیدري وجودي د یو اتیا کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد حیدري وجودي د علم او ادب استاد و، په نظري او عملي عرفان کې یې لوړ ځای لاره، شاعر، عارف  او د هېواد یو مشهور مولانا پېژندونکی و، د ژوند ډېرکلونه یې د فرهنګ په چوپړ کې تېر کړل، په ګڼو فرهنګي  او ادبی ټولنو او بنسټونو کې یې فعال غړیتوب لاره، ډېره موده  یې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتون د ورځپاڼو، جرایدو او مجلو څانګې د  مسوول په توګه دنده تر سره کړه، ګڼ آثار او مقالې یې چاپ شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ده مړینه د فرهنګ او ادب په ډګر کې  ستره ضایعه بولي، ارواښاد ته د فردوس جنت او د ده کورنۍ، خپلوانو او د هېواد ټولو فرهنګیانو ته د جمیل صبر هیله کوي.
کابل / د غبرګولي ٢١ مه/ باختر

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS