د تخار د اطلاعاتو او کلتور رئيس له قزاقستاني څېړونکي سره وليدل

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۴:۵۶
....

سه شنبه (۲۶ د رجب ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصاري په خپل کاري دفتر کې له قزاقستاني څېړونکي (جمارت) سره وليدل.

ښاغلي انصاري قزاقستاني څېړونکي (جمارت) ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ د افغانستان د اوسني وضعيت، تاريخي آبداتو، تاریخي آثارو او د سیلانیانو د خونديتوب په اړه عمومې معلومات ورکړل.

ښاغلي جمارت د سيلانيانو او څېړونکو لپاره افغانستان امن هېواد وباله او د افغانستان د خلکو لپاره يې د ادارې او نظم په برخه کې او همدا ډول د بيارغونې او پرمختګونو له امله د اسلامي امارت له حکومتولۍ څخه خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS