په هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو آمریت له لوري یو شمېر زده‌کړیز ټولګي جوړ شول

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۹:۵۸
...

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالمتين عادل په خبرو کې وويل: د روان کال له پيله په بېلابېلو ټولګيو کې لکه: د بيان او وينا هنر، عربي او انګليسي ژبه، آنلاین کار (فریلانسینګ)، لومړنۍ روغتیایي مرستې او کمپیوټر ځوانانو ته زده‌کړې ورکړل شوې دي.
ښاغلی عادل زیاتوي چې په دې وروستیو کې د هرات د ځوانانو چارو آمریت له لوري د ګرافیک ډیزاین ټولګي پیل شوي دي چې د اډوب لایټ روم، اډوب فوټوشاپ، اډوب پریمیر او کورل ډرا په شان تدریسي پروګرامونه پکې ښودل کېږي.
یادو ټولګیو ته تر ۱۸۰ تنو نوم لیکنه کړې وه، چې د کانکور له ازموینې وروسته ۱۰۰ تنو وکولی شوی، تر څو دغو ټولګیو ته لار پیدا کړي، چې تر دوو میاشتو پورې به روزنه وویني.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال د پورتنيو پروګرامونو په ټولګيو کې له ۷۰۰  ډېرو کسانو ته روزنه ورکړل  شوې او په راتلونکو ورځو کې به لسګونه ځوانانو ته د وينا هنر ټولګي هم پيل شي.

۱۴/۷/۱۴۴۵ هـ ق
۵/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS