د کتاب پلورونکو او خپرندویانو څخه د ملاتړ او ستونزو ته يې د رسيدنې په موخه ناسته ترسره شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۰:۱
.....

نن چهارشنبه ( ۶ د رجب المرجب ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په نشراتو معينيت کې د سرپرست معين مولوي ضياءالحق حقمل په مشرۍ د کتاب پلورونکو او خپرندويانو څخه د ملاتړ او ستونزو ته يې د رسيدنې په موخه ناسته ترسره شوه.


یاده ناسته کې د مولوي ضياءالحق حقمل په ګډون د کاپي رايټ آمر مولوي عبدالحق حماد،  يو شمېر خپرندويانو او د کتاب پلورنځيو مسؤولينو ګډون کړی وو.

د کتاب پلورونکو او خپرندويانو په استازيتوب ښاغلي مختارزاده د دوی ستونزې، وړانديزونه او غوښتنې بيان کړې، نوموړي وويل: خپرندويان او کتاب پلورونکي د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره هر وخت همکار دي او زياته يې کړه چې بايد د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري کتاب پلورونکو او خپرندويانو سره لا ډېره همکاري وشي او ستونزو ته يې پر وخت رسيدګي وشي.


ورپسې، د نشراتو معينيت سرپرست ښاغلي حقمل وويل: اطلاعاتو او کلتور وزارت ستاسې سره په بشپړه توګه همکار دی او وخت پر وخت مو ستونزو او مشکلاتو ته رسيدګي کوي.

ورپسې ښاغلي حماد صاحب ويل: چې په دې وروستيو کې د کتاب پلورونکو، خپرندويانو او وزارت تر منځ همغږۍ زياته شوې ده او مشکلاتو ته يې پر وخت او بغير له کومه خنډه رسيدګي کېږي او لا نوره هڅه کوو چې په دې برخو کې خنډونه له مينځه يوسو.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS