په لوګر کې د سیرت النبي ﷺ د سترې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۸:۵۳
....

هغه ستره غونډه، چې پر همدې موخه د لوګر  محمدآغې ولسوالۍ اړوند د سیمه ایز موزیم په انګړ کې نیول شوي وه، پکې د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین مولوي عبدالله مختار، د ولایتي ادارې ملکي او نظامي مسؤلینو، د علماو شورا غړو، د ولایت په کچه قومي مخورو، ځوانانو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله  صمیم د سیالۍ مخکښو ګډونوالو ته د مبارکی ترڅنګ د یادې سیالۍ د جوړولو موخه، د نبي کریم ﷺ له صورت او سیرت په برخه کې د ځوان نسل د پوهې لوړول وبلل او ژمنه یې وکړه، چې نږدې ورځو کې به زموږ د مذهب امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د سیرت او صورت په اړوند بله ستره سیالۍ پر لاره واچول شي. 
دغه سیالۍ تېره اونۍ د شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ځوانانو، د ښوونځیو او مدرسو د زده کوونکو ترمنځ د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د محمدآغې ولسوالۍ مقام او له یتیمانو څخه د ملاتړ خیریه بنسټ په ګډه همکارۍ محمدآغې ولسوالۍ کې ترسره شوې وه، چې لومړي، دویم او دریم مقام ګټونکو ته یو پایه لپ تاپ کمپیوټرونه، له څلورم درجې څخه تر ۲۲ پورې یو عراده بایسکیلونه، له ۲۳ څخه تر ۳۰ پورې نقدي ډالۍ او دغه ډول له ۳۱ څخه تر ۱۰۰ مقام ګټونکي پورې مخکښو ګډونوالو ته کتابونه او نورې ډالۍ ووېشل شوې.
د نورالمعارف خصوصي لیسې زده کوونکي لعل الدین لومړۍ مقام، د بابري منځني ښوونځي زده کوونکي نصیراحمد دویم مقام او دغه راز د پادخواب شانې د لیسې زده کوونکي اخترمحمد دریم مقام خپل کړی وو.

۱۴۴۵/۷/۴ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۵ هـ ش
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS