په تخار کې د ( ژمی د شعر په آئېنه کې) په نوم شپنۍ مشاعره ترسره شوه
د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمريت له لوري په ياد ولايت کې د ( ژمی د شعر په آئېنه کې) په نامه شپنۍ مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبيح الله انصاري وويل: د يادې مشاعرې څخه يې موخه په تخار ولايت کې د شاعرانو، ليکوالانو او فرهنګيانو استعدادونو ته وده ورکول دي.
ياده مشاعره کې مختلفو شاعرانو په پښتو، دري او اوزبکي ژبو خپل ترتيب شوي شعرونه ګډونوالو ته واورول، او د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه يې د مشاعرې د ترسره کولو له امله مننه وکړه.
۱۴۴۵/۷/۳ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۴ هـ ش
