کندز کې فریلانسېنګ تخصصي پروګرام پرانیستل شو 

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۳:۱۴
.....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين حافظ محمد يونس راشد تېره ورځ کندز ولايت ته د سفر په ترڅ کې ياد ولايت کې د شمال ختيځ زون په کچه د فريلانسېنګ ( آنلاين کار او تجارت) تخصصي پروګرام پرانسته وکړه.
د کندز د اطلاعاتو او کلتور رييس الحاج مطیع‌الله روحاني وویل: له نن څخه درې میاشتې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له لوري د فریلانسېنګ ( آنلاين کار او تجارت)  تخصصي پروګرام په برخه کې د زونونو په کچه له یو شمېر ځوانانو څخه په آنلاین ډول ازموینه اخېستل شوې وه، چې له نېکه مرغه د کندز زون څخه هم په‌ دې آزموینه کې ۶ تنه ځوانان بریالي شول، چې پلازمېنه کابل کې د ځوانانو چارو معینیت له لوري ورته د فریلانسېنګ ( آنلاين کار او تجارت)  تخصصي پروګرام زده کړې پیل شوې، چې بالاخره دغه زده کړې پای ته ورسېدې او وروسته له دې به د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ په یاده برخه کې ددغو ۶ تنو استادانو له لوري  په‌ دې ولايت کې نور ځوانان وروزل شي. 
د یادونې وړ ده چې د فريلانسېنګ (آنلاین کار او تجارت) لومړنی درې میاشتنی تخصصي پروګرام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له لوري د ځوانانو د اقتصادي پرمختګ په موخه ترسره شو، چې په کې د هېواد اوو ولایتونو لپاره ۴۲ مسلکي استادان د آنلاین تجارت په مهمو برخو کې روزل شوي دي، په‌ دې پروګرام کې د کندز زون په کچه هم ۶ تنه استادانو برخه اخیستې وه.

١٤٤٥/٦/٢٢ هــ ق 
١٤٠٢/١٠/١٤ هــ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS