د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د وړيا زده کړو کورسونه پيل شول
د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ښوونیز مرکز کې د سهار او ماسپښين لخوا د انګليسي ژبې، کمپيوټر او املا په برخه کې شاو خوا ۵۰۰ کسانو ته د وړيا زده کړو کورسونه پيل شول.
د اطلاعاتو آمر امرالله هلال په دې اړه وویل چې ياد کورسونه د بې وزله هېوادوالو د علمي سطحې لوړولو په موخه پيل شوي چې ټولګي به يې شپږ مياشتې او لس مياشتې دوام ومومي.
ښاغلي هلال د دغه ښوونیز مرکز استادانو قدرداني وکړه چې په وړیا ډول د خوستیو ځوانانو په روزنه بوخت دي.
بلخوا زده کوونکي د یادو کورسونو پيل ته خوښ دي او له نړېوالو او داخلي مؤسساتو څخه د دغه ښوونیز مرکز د تقويه کولو غوښتنه کوي.
۱۴۴۵/۶/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۳ هـ ش
