د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د رستاق ولسوالۍ له تاريخي آبدو څخه ليدنه وکړه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۹:۵۴
....

د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصاري او د کلتور او ګرځندوی آمر استاد نورالدين قليچ بيک رستاق ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ له تاريخي آبدو څخه ليدنه وکړه.
مولوي ذبيح الله انصاري وايي: د رستاق ولسوالۍ د سلطان محمود بلخي تاريخي آبده چې په حضرت واقف هم مشهوره ده تېر کال د اورښتونو او طبيعي افتونو له امله زيانمنه شوې وه، د لا زيانمنېدو څخه د مخنيوي په موخه يې يادې ولسوالۍ ته سفر وکړ، نوموړي زياته کړه؛ د رستاق ولسوالۍ هغه ټولې تاريخي آبدې چې بيارغونې ته اړتيا لري، په اړه به يې معلومات د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام سره شريک کړل شي، تر څو د بيا رغونې لپاره يې مناسب پلان جوړ شي.
۱۴۴۵/۶/۱۹ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۱ هـ س

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS