حسينه ساپۍ: دغور دضحاک کلا دغاړې سړک دجوړولو ستونزه په ډېر لنډ ممکن وخت کې حل کېږي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۸:۵۹
حسينه ساپۍ: دغور دضحاک کلا دغاړې سړک دجوړولو ستونزه په ډېر لنډ ممکن وخت کې حل کېږي

داطلاعاتتواوفرهنګ وزارت  سرپرستې  حسينې ساپۍ  نن  دغور د ولايتي شورا  له رييس  اوغړو سره  وکتل .
دباختراژانس د خبرله مخې،  په دې کتنه کې داطلاعاتتواوفرهنګ وزارت  دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري ،  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو دساتنې اوترميم  رييس عبدالاحد عباسي،  دغور دولايتي شورا رييس  فضل الحق  احسان او ددغه ولايت دولايتي شورا غړي  عبدالرحمن عطشان  شتون درلود .
  په کتنه کې   دغور د ولايتي شورا رييس دسړک دنشتوالي له پلوه  دخلکو دستونزو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: غور دافغانستان يوله ډېرو وروسته پاتې ولايتونوڅخه دى  چې يوازې  لس کيلومتره پوخ سړک لري .
هغه دهغه سړک په اړوند  چې د ضحاک  کلا له غاړې څخه تېرېږي  خبرې وکړې او ويې ويل:  ددغه سړک  دجوړولو کار  په دې خاطر  له څو کلونوراپدېخوا ځنډول شوى دى چې په تګلوري کې يې  دضحاک کلا  يوه برخه  موقعيت لري .
له دې امله داطلاعاتواوفرهنګ له وزارت څخه غواړو چې  په ډېر لنډممکن وخت کې دغه ستونزه  دترانسپورت  په تفاهم کې حل شي . چې دتګ راتګ له پلوه  دخلکو ستونزې  کمې شي .
داطﻻعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ دخلکودستونزو حل کول داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  يوه دنده وبلله او ويې ويل : دهيئت په موظف کولو سره  به  په ډير لنډ ممکن وخت کې  دغه ستونزه حل شي .
  دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ اوهنر معين  پوهاند محمد رسول باوري  دموضوع په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل:  ددغې ستونزې د څېړنې او حل کولو په مقصد  تراوسه پورې دوه ځلې هيئت  موظف کړى شوى دى،  دموظف شوي هيئت  دنظر له مخې،  دغه ساحه  يوه لرغونې او د تاريخي لرغونتيا  لرونکې ساحه ده، له دې امله  دقانون په پام کې نيولو سره مو  اجازه ورنه کړه  چې لرغونې ساحې ويجاړې شي .
هغه زياته کړه  چې زموږ مسووليت  دلرغونو ساحو  ساتنه ده .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دتاريخي ابداتودساتنې اوترميم رييس عبدالاحد عباسي وويل  چې دضحاک کلا  يوه لرغونې او ثبت شوې  ساحه ده .
دستونزې دحل کولو لپاره  څو ليکونه  دترانسپورت وزارت ته لېږل شوي او هم  ساحه  له نږدې  څېړل شوې ده چې د ډيزاين په ناڅيز بدلون سره دغې ساحې  ته  هيڅ راز  زيان نه رسېږي، ځکه  په ساحه کې زيات امکانات شتون لري .
  هغه دغه راز په ډير لنډ ممکن وخت کې دغه ولايت ته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دفرهنګ اوهنر معينيت  دهيئت  دسفر  خبرورکړاو ويې ويل:   هر راز فعاليت  چې دلرغونوساحو دويجاړتيا سبب شي  غير قانوني دى .

کابل /دکب  ٥مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS