د اطلاعاتو او کلتور رئيس د پهلوان جمعه خان له لرغونې غونډۍ څخه ليدنه وکړه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۱:۱۳
....

نن يکشنبه (۴ د جمادي الثاني ۱۴۴۵) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي او د لرغونو سيمو د ساتنې د ۰۱۲ قطعې قوماندان محمد خليل خطاب د مرکزي بغلان ولسوالۍ د خواجه خان بابا کلي د نوې کشف شوې پهلوان جمعه خان لرغونې غونډۍ څخه ليدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وويل: په بغلان ولايت کې د شته کلتوري او لرغونو سيمو ساتنه او خونديتوب يې لومړيتوب دی، هيچا ته به اجازه ورنه کړي، چې لرغوني او کلتوري ځايونه تخريب کړي، لرغونو سيمو ته څېرمه مېشتو خلکو ته يې سپارښتنه کړې چې د کلتوري او لرغونو ځايونو د خونديتوب لپاره له اطلاعاتو او کلتور رياست سره همکاري وکړي او چاته اجازه ورنه کړي چې لرغونې سيمې له منځه يوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS