د نیمروز ولایت يو شمېر قاريانو د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وليدل

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۱:۴۵
....

د نيمروز ولايت يو شمېر قاريانو د اطلاعاتو او کلتور له رئيس الحاج مفتي حبیب‌الله الهام سره په ټولنه کې د قرآن‌کريم د خدماتو پر ډېروالي او په تجويد سره د زده‌ کړې په تړاو لېدنه او خبرې وکړې، يادو قاریانو د ځوان نسل لپاره د قرآن‌کريم د زدکړې د زمينې برابرولو پر څرنګوالي سربېره خپل وړانديزونه او تجربې شريکې کړې.
الحاج مفتي حبیب‌الله الهام د قرآن‌کريم د زده کړې زياتېدل اړین وبلل او د اسلامي ټولنې د نېکبختۍ او اصلاح لپاره يې يو اړين ګام ياد کړ.
 ښاغلي الهام زياته کړه؛ هڅه کوو په نږدې راتلونکي کې د ځوانانو لپاره د نيمروز ولايت د قاریانو په همکارۍ د ښار په يو شمېر مساجدو کې د قرآن‌کريم د زده کړې درسي حلقې دايرې کړو.

۱۴۴۵/۶/۱ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۲۳ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS