د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د یوناما له مرستیال مشر سره وکتل

wares_admin
جمعه ۱۴۰۲/۹/۲۴ - ۱۴:۵
....

نن پنج شنبه ۱۴۴۵/۶/۱ ه_ق د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه د یو ناما له مرستیال مارکس پوتزل سره وکتل.

مارکس پوتزل له وزیر صاحب څخه مننه وکړه چې د لېدنې زمینه سازي یې وکړه، نوموړي همدا راز د افغانستان د روان وضعیت، د روږدو د درملنې، د بزګرانو لپاره د بدیلو پروژو، بشري مرستو، د تعامل پر اهمیت او ګڼو نورو موضوعاتو له ښاغلي خیرخواه سره خبري وکړې. 
ښاغلي پوتزل ډاډ ورکړ چې یوناما به د افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلي مرستي جاري وساتي. 

وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه صاحب د یوناما مرستیال مشر ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې افغانستان کې ډاډمن امنیت راغلی، ا.ا.ا د هیواد بیارغونې، ولس ته د هر ډول اسانتیاؤ په رامنځته کولو خپله ژمنتیا په عملي توګه ښودلې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS