دعدالت غوښتنې او عامه پوهاوي دکاري ډلې غونډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۱۰:۵۴
دعدالت غوښتنې او عامه پوهاوي دکاري ډلې غونډه جوړه شوه.

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارودمعين فاضل  سانچارکي  په مشرى ،  دافغانستان دخوراکي امنيت او تغذيې دملي اجندا په چوکاټ کې  دعدالت غوښتنې اوعامه پوهاوي  دکاري ډلې غونډه نن جوړه شوه
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې لومړى دتېرې غونډې په پريکړو  يوه کتنه وشوه اودعدالت غوښتنې  اوعامه پوهاوي دکاري ډلې غړو په مشخصو  برخو کې دخپلو کړنوپه اړوند څرګندونې  وړاندې کړې .
وروسته دکرونا  ويروس په وړاندې  دوقايع  دارزښت  په دې اړوند دپوهاوي ورکونې اوله بهر  څخه ددغه ويروس  دلېږدونې دمخنيوي په مقصد دهېواد په هوايي ډګرونو کې دجدي ساتنيزو تدبيرونو ،دحج اواوقافو وزارت په واسطه دخوراکي امنيت او تغذيې  په باب دديني  جزونو دويش   اودجمعې دلمانځه دخطبو د وړاندې کولو په وخت کې دهغو دتعقيبولو او ګټې اخستنې ، دافغانستان دخوراکي رژيم دملي  لارښودو دخپرولو او رواجولو او افغانستان ته دزړو او بې کيفته  چرګانو دوارداتو دمخنيوي ،دهغو دزيانونوپه اړوند دپوهاوي ورکونې  او د زړو اوبې کيفته چرګانو دغوښې دنه کارولو په اړوند خبرې وشوې .
دغه راز دډلې غړو ددغو مواردو په اړوند خپلې نظريې  او وړانديزونه څرګند کړل او په غونډه کې  ددغو مواردو په تعقيبولو بانډې ټينګار وشو.
کابل /دسلواغې ١٥مه / باختر

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS