حسينې ساپۍ د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کارونه وستايل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۱
حسينې ساپۍ د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کارونه وستايل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د کارونو رپوټ واورېد.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په هغې ناسته کې چې په همدې موخه وشوه؛ د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼي په فرهنګي په تېره بيا  تاريخي آبدو او د خپرونو په برخوکې د دغه رياست د کارونو او فعاليتونو رپوټ وړاندې کړ.                     
هغه دغه راز يولړ ستونزې هم بيان کړې او ويې ويل چې په ننګرهار کې يوشمېر تاريخي آبدې د ويجاړېدو په حال کې دي چې ترميم او ساتنې ته اړتيا لري او د ننګرهار ورځپاڼې پياوړتيا او ملاتړ او هم د تشکيل کمښت يې هم د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له ستونزو څخه وبلل.
حسينې ساپۍ د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کارونه وستايل او ويې ويل چې ننګرهار لرغونى تاريخ لري او بايد د دغه ولايت بېلابېلو فرهنګي برخو ته پاملرنه وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ټينګار وکړ چې په فرهنګي بډاينه کې بايد د ننګرهار د فرهنګي برخې د مشرانو او فرهنګي شخصيتونو له تجربو څخه اغېزمنه استفاده وشي.
حسينې ساپۍ همدارنګه د هېواد د ټولو ولايتونو د تاريخي آبدو د ساتنې په برخه کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې ډاډ ورکړ.
کابل/ د سلواغې١٣مه/ باختر 
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS