د سياحتي شرکتونو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
تېره ورځ د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمريت له لوري د تخار ولايت د سياحتي شرکتونو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ذبيح الله انصاري د سياحتي شرکتونو مسؤلينو ته وويل: په دې وروستيو کې يو شمېر سياحتي شرکتونه د کميشن اخستلو په موخه خلکو ته د ويزو ورکولو دروغجنې معاملې ترسره کوي، چې د ټولو سياحتي شرکتونو د بدنامۍ سبب کيږي، ټول سياحتي شرکتونه په دې مکلف دي تر څو د فعاليت قانوني جوازونه واخلي، يا هم خپل جوازونه تمديد کړي، تر څو د داسې دروغجنو معاملو مخنیوی وشي.
ښاغلي انصاري، پر سياحتي شرکتونو تر سختو انتقادونو وروسته دوی ته وويل: خلکو ته صادقانه خدمات ترسره کړئ.
د سياحتي شرکتونو مسؤلينو هم وعده وکړه، چې تر دې وروسته به هيڅ چا ته د کميشن کارۍ اجازه ورنکړي او د جوازونو د اخستو او تمديد کولو په برخه کې به هم اقدامات ترسره کړي.
۱۴۴۵/۵/۲۳ هـ ش
۱۴۰۲/۹/۱۶ هـ ش
