غزني کې د ځوانو لیکوالانو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه
تیره ورځ د غزني ولايت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ریاست د مسئولینو، د اسلامي امارت د وياند دفتر د ټولنيزو شبکو مسؤل او ځوانو ليکوالانو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د غونډې ګډونوالو ته د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار په خپلو خبرو کې د هېواد په اوسنیو حالاتو کې د ځوانانو او لیکوالانو پر اهمیت او مسئولیت خبري وکړې او زیاته یې کړه چې د هېواد په آبادۍ او د آزادۍ ساتنه کې د ځوانانو رول مهم دی او بې له شکه چې افغانستان د ځوانانو قربانیو او الهي نصرت له شل کلن اشغال څخه آزاد کړ.
د اسلامي امارت د ویاند دفتر د ټولنيزو شبکو مسؤل ملا شمس الله صميم، یو شمېر هغه لاري چاري هم شریکې کړې، چې د اسلام، هېواد او اسلامي نظام په وړاندې د منفي تبلیغاتو مخه ډب کولای شي او له ځوانانو او ليکوالانو څخه يې غوښتنه وکړه چي پر همدغو اصولو او مقرراتو خپله مبارزه ګړندۍ وساتي.
په غونډه کې د شته ځوانانو ترمنځ پر ښې همغږۍ ټینګار وشو او په راتلوونکو کې د دغه ډول غونډو جوړېدلو پرېکړه وشوه.
۱۴۴۵/۵/۲۰ هـ ش
۱۴۰۲/۹/۱۳ هـ ش
