اروزګان کې د لوحو، اعلاناتو او تابلوګانو د اصلاح کمېسیون جوړ شو
د اروزګان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري په دغه ولایت کي د ولایت مقام، استخباراتو ریاست، امنیه قوماندانۍ، ښاروالۍ، د مخابراتو او ټکنالوجۍ ، د اروزګان د لوړو زده کړو موسسې، د عامي روغتیا، امربالمعروف او نهي عن المنکر او سوداګرۍ او صنعت ریاستونو څخه د ریاست الوزرا د حکم پر اساس په ښار او دولتي ادارو کې د لوحو، تابلوګانو او اعلاناتو د اصلاح کمېسیون جوړ شو.
د کمیېسیون لومړۍ ناسته د اطلاعات او کلتور ریاست کي ترسره شوه، د اطلاعاتو او کلتور د رئیس قاري اغاولي قریشي سربېره د کمیسون نورو غړو هم پکې برخه اخستې وه، چې د لوحو، اعلاناتو او تابلوګانو د اصلاح په اړه يې ځانګړی بحث وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس د غونډې ګډونوالو ته وویل: باید په ښار کي په پردیو ژبو او ناوړه الفاظو لیکل شوې لوحې او اعلانات اصلاح او د افغانستان د نورو ژبو تر څنګ ملي ژبو پښتو او دري ته اولیت ورکړل شي.
۱۴۴۵/۵/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۳ هـ ش
