د غزني په مقر ولسوالۍ کې د تعلیم الاسلام سیالۍ پایلې اعلان شوې.
د غزني په مقر ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د روانې لیندۍ میاشتې په درېیمه نېټه د ۵۰۰ ځوانانو تر منځ د تعلیم الاسلام سیالۍ ترسره کړې وه، چې پرون یې پایلي اعلان شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وایي: د دغه سیالۍ اصلي موخه د ځوانانو افکار په اسلامي عقائدو سمبالول، د ځوانانو استعدادونه کشف کول او ځوانان مطالعې ته هڅول وو، چې په راتلوونکي کې به هم ورته سیالۍ د ځوانانو تر منځ ترسره کېږي.
د سیالۍ لومړی مقام ښاغلي نجی الله، دوهم مقام سید الرحمن او درېیم مقام سیمع الله ترلاسه کړ چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کمپیوټر، بایسکل او الفجر ساعت ډالۍ ورکړل شوې.
په ياده غونډه کې د مقر ولسوالۍ ځوانانو د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست له یادې کړنې هر کلی وکړ او په راتلوونکي کې هم د ورته سیالیو د ترسره کولو غوښتوونکي شول.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دغه ولایت کې بېلابېلې سیالۍ په لاره اچول شوې وې.
۱۴۴۵/۵/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۱ هـ ش
