د( تاریخي آبداتو او سیاحتي جاذبو حالت او اهمیت) تر سرلیک لاندې سیمینار جوړ شو

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۰:۱۵
.....

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د (تاریخي آبداتو او سیاحتي جاذبو حالت او اهمیت) تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري چارو معین مولوي عتیق الله عزیزي په ګډون ګڼ شمېر حکومتي او ملکي مسؤلینو، د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو، محصلینو، علماوو، قومي مشرانو، د کوچیانو استازیو، ځوانانو او ژورنالیستانو ګډون کوی و.
د سیمینار د پیل وینا د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور محمد حنیف وکړه او ویې ویل: د شل کلن اشغال پرمهال زموږ هېواد له ګڼو نورو زیانونو ترڅنګ تاریخي ځایونو، آبداتو او سیاحتي ځایونو هم زیانونه لیدلي، چې له نېکه مرغه د اوسني نظام له بري وروسته دغې برخې ته ډېره پاملرنه شوې.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري معین په خپلو خبرو کې وویل: تاریخي ځایونه او آبدات د ټول ملت ګډ میراث دی، حکومت او خلک یې په ساتنه کې یوشان مسؤلیت لري، باور مو دا دی، چې زموږ مجاهد ملت په دې برخه کې له خپل حکومت سره پوره همکاري کوي.
مولوي عزيزي دا هم وويل: د تېر شل کلن اشغال پرمهال د هېواد ډېری تاریخي ځایونه غصب شوي و، چې د نوي نظام له راتګ سره د غصب مخه نیول شوې او یادې سیمې د غاصبینو له منګولو خلاصې شوي.
د هغه په وينا؛ د هېواد په کچه د ۵ زرو په شاوخوا کې تاریخي ځایونه او ابدات ثبت او راجستر دي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د صفر ۱۲ ځانګړې قطعه فعاله او له نورو امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ له یادو سیمو ساتنه کوي.

۱۴۴۵/۵/۱۵ هـ ش
۱۴۰۲/۹/۸ هـ ق
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS