نیمروز کې د لوحو او اعلاناتي تابلوگانو د اصلاح کمېټه جوړه شوه
نیمروز ولایت کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېټه جوړه او نن یې لومړنۍ غونډه د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيبالله الهام په مشرۍ چې پر مهال يې د يادې کمېټې غړو هم حضور درلود د اطلاعاتو او کلتور رياست کې ترسره کړه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د همدې کمېټې رئيس، الحاج مفتي حبيبالله الهام د یادې کمېټې په تړاو هر اړخيزې خبرې وکړې او ویې وویل: د یادې کمېټې له جوړېدو څخه مو موخه د افغاني ارزښتونو او شرعي احکامو سره سم د لوحو اصلاح او ترتیبول او همدارنګه د کلتوري یرغل او بهرنیو کلمو مخنیوی او په همدې ولایت کې د لوحو څارل او اصلاح کول دي.
همدا راز په ناسته کې د کمېټې د رئيس او د غړو له لوري د کارې بهير پر څرنګوالي، د پلان او همغږۍ په تړاو هر اړخيزې خبرې وشوې.
۱۴۴۵/۵/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۵ هـ ش
