پروان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکز څخه زده کوونکي فارغ شول

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۲۱:۲۳
....

د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د انګليسي زده کړې کورس جوړ شوی و، چې نن ترې ٤٠ تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د ځوانانو چارو آمر حمدالله دانش خبرې وکړې او ویې وویل: ددغه ریاست له لوري څلور میاشتې وړاندې د انګلیسي ژبې د زده کړې کورس جوړ شوی و، چې نن د یاد کورس څخه ٤٠ تنه زده کوونکي فارغ شول، نوموړي همدارنګه د یاد ریاست د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ټولنې او په ځانګړې توګه ځوانانو د کور حیثیت لري او ددوی د وړتیاوو د تقویې لپاره به لا زیار ګالي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الرحمن صدیقي فارغ شويو زده کوونکو ته مبارکي وویله او د علم په ارزښت یې خبرې وکړې او ويې ويل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابروي او پر ځوانانو یې غږ وکړ چې له داسې فرصتونو څخه ګټه پورته کړئ.
په پای کې ښوونیز مرکز څخه فارغ شويو زده کوونکو ته د بریالیتوب تصديق ليکونه ورکړل شول.


۱۴۴۵/۵/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۳۰ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS